لیکوال: مجید قرار
د افغانستان د سولې پروسې په داسې وخت کې زور واخیست، چې د افغانستان اردو په ملا نېغه شوې وه، د طالبانو لخوا د ولایتونو او ولسوالیو د سقوط ورکولو توان کمزوری شوی و، د طالبانو مشروعیت هم کمزوری شوی و. درې ورځيني اوربند د طالبانو په ایډیالوژیکو خواخوږیو په مخابرو او تلیفونونو کې په کریغو او کوکو ژړاوې وکړې او د دې شرګډي ډلې په برخلیک د فنا سایه په را خپرېدلو وه.
له هغه لوري پي ټي ایم ژبغړاند شو، چې نه یواځې پاکستان، بلکې د پاکستان طراحانو ته یې د دې اوږدمهالې پروژې ته ورته ملک د برخلیک په اړه جدي اندېښنې را ولاړې کړې. دا هغه وخت و چې حکمتیار ټیټ سر کابل ته راغی، د ملا یعقوب په شمول ګڼو طالبانو پټ او ښکاره تماسونه نیول، د طالبانو د ډلې د پاشلتیا وېره وه. پي ټي ایم د طالبانو مشروعیت او په پښتنو کې محبوبیت صفر ته را ټیټ کړی و، ټولنیزې رسنۍ د نظام د ملاتړو نارو په مخه کړې وې، کله به خوشال سادات اتل و، کله به خالد اتل و، او تصویرونو به یې د فیسبوکونو مخونه نیولي و. په دننه کې په حکومت کې د لنډه غرۍ خلاف یو څه تریخی پیدا شوی او ګڼ لنډه غر تر یوه بریده په منډه کړای شوي و. د نظام له منځه د اتمر په شمول د ګند څو نور پنډونه د باندې غورځول شوي و. امان الله خانۍ نارو زور اخیستی و.
د اسدالله خالد او جنرال میلر همکارۍ بې سارې نتیجه ورکړې وه. د پاکستان حالت ژړا ته راغلی و. هم یې له چین سره کیسه په خرابېدو وه، او هم امریکا لاس ور څخه اخیستي و. حالت په جدیت مخ پر بدلون و.
د امریکایانو د ایشیا فاونډېشن معتبرې سروې پایلې وښووله چې په جنوب او په پښتنه پټاره، په ځانګړې توګه په لوی کندهار کې د طالبانو د محبوبیت ګراف فوق العاده را ټیټ شوی او د خلکو امیدواري په حیرانوونکي کچه زیاته شوې وه. سروې دا هم ښوولې وه چې د نظام په دننه کې لنډه غر او د هغوی د نفوذ سیمې د مایوسۍ پر وروستۍ پوله ولاړې وې.
دغه وخت خدای خبر څه پېښه وشوه، او د کومو اندېښنو پر اساس، د لوبې اصلي طراحانو خبره بل رنګه غوټه کړه. خلیلزاد لکه د مرداري مچ منځه ته را ولوېد، ټرمپ له خپلې کارنده سټراتیژۍ په شا شو او امریکایانو په داسې بڼه چې آن نیږدې انډیوالانو، ناټو، او اروپایي اتحادیې ته لا حیرانوونکې وه، طالبانو ته په مشروعیت ورکولو پیل را وکړ. دا د طالب لپاره داسې پېښه وه لکه یوه فوق العاده ډي هایډرېټ شوي ناروغ ته چې دوه غبرګ سیرومونه ولګوې.
لاملونه یې ډېر کېدای شوای. ښایي د پاکستان په دننه کې د پښتون بغاوت سر را جیګولو ټوله سیمه لړلې او ګډوډه کړې وای. لږ تر لږه، په واشنګټن کې د خپلې کاري تجربې په دوران کې مې د امریکایانو وارخطایۍ له یاده نه وځي چې د افغانستان سفیر یې بیا بیا ور غوښت او د افغانستان حکومت ته یې ګوتڅنډنې کولې.
ښایي علت دا و چې امریکا د چین لمنې ته د پاکستان ښویېدنې ریښتیا وارخطا کړې وه. په دې اړه د اکانومیسټ دا ویدیو وګورئ چې هماغه وخت خپره شوې وه. ( https://www.youtube.com/watch?v=lVYdqoVJIeI ) ښایي په امریکا کې د Non interventionists يا نه مداخلې د سیاست د پلویانو زور اخیستل و، ښایي د ټرمپ هماغه خبره وه چې نور امریکا د نړیوالې جګړې تر مخ مرحلې غوندې حالت ته چې تمرکز یې پر ځان وي، ستنول و.
ښایي علت یې دا و، چې د افغانستان د مسألې پر سر چین، روس، ایران، پاکستان ټول امریکا ته له خوا شوي او ټولو په ګډه امریکا ټکوله او لکه څنګه چې ټرمپ هغه زمانه په خپله وینا کې وویل، له افغانستانه د امریکا وتل به د سیمې هېوادونه په خپلو کې ښکېل او د امریکا محتاجه کړي. (د ټرمپ د هغه وخت د وینا په اړه زما لیکنه https://www.taand.com/%d9%bc%d8%b1%d9%85%d9%be-%da%85%d9%87-%d9%88%d8%a7%d9%8a%d9%8a%d8%9f-%d8%af-%d9%85%d8%ac%db%8c%d8%af-%d9%82%d8%b1%d8%a7%d8%b1-%d9%84%db%8c%da%a9%d9%86%d9%87/ )
هر علت چې و، خو امریکا پر طالب داسې مهربانه شوه لکه حیا دې وي، مهربانه ادکه چې یې وي.
د افغانستان حکومت ته د امریکا دا ناڅاپه لوبه دومره حیرانوونکې وه چې ولسمشر او د ملي امنیت سلاکار ټکان خوړلی و او په ناندره یې لاس پورې کړی و. خبره تر دې ورسېده چې افغان حکومت د بديلونو او بدیلو لارو چارو په لټه کې شو.
د افغان حکومت او امریکا ترمنځ د ناندرې زور د ملي امنیت تر سلاکار وخوت او د امریکا او افغانستان د حکومتونو ټکر د خلیلزاد او محب د شخصیتونو په ټکر تعبیر شو.
په همدې وخت کې، د دې لپاره چې د افغانستان حکومت طالب ته را څملول شي، لومړی خو د سیګار په ادارې پسې د سرچینو بارود کښېښودل شول چې د نظام د بدنامي لپاره راپورونو خپرولو ته کش ورکړي. کله به یې راپور خپور کړ چې د افغانستان اویا سلنه خاوره د طالب په کنټرول کې ده، کله به یې د بچه بازۍ ناندره را ولاړه کړه، کله به یې نورو ناوړو ته مخه کړه.
د رازق شهید په شمول د مهمو جنګي مهرو او مخورو شخصیتونو د ترور څو خطرناکې پېښې رامنځته شوې.
له بله اړخه د امریکایانو لخوا د طالبانو د ډنډوره کولو لپاره ځوان او زاړه وګړي وګومارل شول او ځینې مشهور کابلي طالبان د امریکا له یوه تر بل ایالته د "البته" مهمو مجلسونو لپاره په هلي کاپټرو کې وګرځول شول. په امریکا کې دننه تلویزیوني چینلونو په لومړي ځل ذبیح الله مجاهد ته پلېټ فارم ورکړ، ځینې زاړه امریکایي ترجمانان په امریکا او نورو سیمو کې د طالبانو لپاره په اعلامیه لیکلو او بلاګونو او ویب سایټونو چلولو وګومارل شول او دا خبره په لږ وخت کې تر دې ورسېده چې د حقاني بباو کړل شوي او خطرناکې ښودل شوي شبکې ته پر نیویارک ټایمز د ځان ځلولو او مارکیټینګ فرصت برابر او ښایسته ښایسته انګرېزي لیکنې ورته وشوې.
هلته خلیلزاد د نظام په داخل کې لاس پر کار او له طالبانو سره د پخوانیو ټوپکسالارانو او نالوستو او نیمه لوستو مجرمانو د لویو غونډو په ترتیبولو سره یې د حکومت خلاف داخلي جنجالونه را وپارول. په ماسکو کې کانفرانس یې مشخصاً د همدې لپاره جوړ کړ چې د افغانستان د حکومت موازي حرکت رامنځته او د افغانستان له حکومت څخه د افغانستان د خلکو د بشپړې استازۍ حق او حیثیت سلب کړي. عمران خان واشنګټن ته سفر وکړ او ویل کېږي چې د اسرائیلو لخوا له پاکستان سره د ځینو جدي سري توافقاتو په نتیجه کې د پاکستان او امریکا ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ زمینه برابره شوه.
د افغانستان د سولې خبرې د دوه اړخیزه کېدلو پر ځای د خلیلزاد په بې برکته خوله څو اړخیزه شوې. تر ټاکنو مخکې د موقت حکومت بد خونده ډهول وډنګېد.
په همدې وخت کې چې د ټاکنو ناندرې هم روانې وې، د افغانستان ولسمشر د افغانستان پر ځای د خپلې ګدۍ غم واخیست، له محب سره یې د ولس د نارضایتۍ له وېرې لوی غرض ونکړ، خو په غالب احتمالاً د غني د واک اوږدېدلو په شرط هم له متحده ایالتونو، هم له خلیلزاد سره په شخصي کچه او هم له پاکستان سره پټې او ښکاره معاملې وشوې چې جزئیات يې ډېر نه دي څرګند.
له بل اړخه، نظام د امریکا د ملاتړ د کمزورتیا له امله مجبور شو چې په کور دننه د لنډه غرو د تعقیب له رویې لاس واخلي، او بالعکس، لکه کرزي چې له امریکا سره د شخړې له امله ځان د فهیم لمنې ته وغورځاوه، اشرف غني کټ مټ د امریکا لخوا د طالب راوستلو له وېرې نویو لنډه غرو، (Neo-Landaghars) ته مخه او د پرچمي، ستمي لنډه غرو نوی نسل یې د جنبش روشنایي، روند سبز او انفرادي لنډه غرو د یوې سترې کتلې په توګه پر نظام را ګډ کړ چې دا په حقیقت کې د امریکا لخوا د طالبانو د راوستلو له وېرې د مېږو او لېوانو نیږدېکت ته ورته حالت و.
بالآخره، هره معامله چې وشوه، که د اغزن مزي وه، که په نظام کې د بې خرته او مخورو پاکستان پلوه جاسوسانو د ګومارلو وه، که د اتمر غوندې سرکوزو د بیا مقررۍ وه، که د لنډه غرو د بسیا کولو وه؛ خو د یوې خطرناکې معاملې ټولې نښې د نظام پر کمزورې څېره را ښکاره او په منځ کې د غني تخت د څه مودې لپاره ګواکې وژغورل شو.
دلته طالبانو، چې د هر څه مشروعیت یې بایللی و، د فتحې، د بل زبرځواک د ماتولو، د امریکا د ذلیلولو او د یوه مطرح سیاسي جهت په توګه د مطرح کېدلو مفته کالذي چانس او فرصت ترلاسه کړ. د ملایانو غامبوريو یې په ډېر کم وخت کې بې شانه سرخي وکړه او چړیانو یې پر فیسبوکونو د پیغورونو، طعنو، اخطارونو او لمانځنو بې سارې غوغا جوړه کړه.
د طالب او امریکایي ترجمانانو یارانې شوې، مشاعرې شوې، تګ را تګونه شوو، د پاکستاني سیاستوالو خندان، طنزیه ټویټونه شول، او خبره دې ته را ورسېده چې امریکا او طالبانو هوکړه وکړه.
په هوکړه کې په طالبانو، په پخوانۍ عسکري اصطلاح، خط بیني کش کړل شوه چې د القاعده بد یې کړي و، بیا به یې نه کوې.
ټرمپ اعلان وکړ، چې له طالب سره یې نه یواځې سوله شوې؛ بلکې دا یې هم وویل، چې دوی به د نورو جهادیانو د ډزولو لپاره یو تر بله همکاري هم کوي.
په دې منځ کې عجیبه عجیبه پېښې رامنځته شوې. مثلا، طالبانو په شواروزونو د امریکایانو د پنچر شویو ټانګونو امنیت وساته، او دا خبره یې په افتخار یاده هم کړه.
تر دې وروسته د بندیانو ناندرۍ وې او د غني سرې کرښې وې، چې یو تر بل وروسته په ژېړو، زرغونو او سپینو کرښو اوښتې او بالاخره، خبره د بین الافغاني مذاکراتو تر درشله راورسېده.
د ملي رسوایۍ، حکومتي سکوت، او مشروعیتي سقوط دا بدمرغه سلسله هلته بېرته په یوه اندازه عامیانه خوشباورۍ او امیدوارۍ واوښته چې طالبان د نه خبرو له خره را ښکته او له افغان حکومت سره مذاکراتو ته کښېناستل. تفاوت فقط دومره و، چې وي به د افغانستان حکومت خو نوم به یې د کابل اداره وي.
دې پېښې د لومړي ځل لپاره لږ تر لږه دا هیله رامنځته کړه، چې که حکومت له ګڼو خبرو رسوا او ذلیلانه تنازل وکړ، طالب هم لومړی د خپلو ملګرو د ترهګر بللو، او بیا د هغوی په ځپنه کې په ژمنه، بیا د امریکا د موالات او ورپسې له افغان حکومت سره په خبرو کولو او بندیانو خوشي کولو له خپل خره په کافي اندازه را ښکته شوی دی.
له یوې خوا د طالب تنازلاتو او له بل اړخه د امریکا لخوا د افغان ځواکونو د حمایې دوام او په نظامي جبهاتو کې د طالبانو شرمېدلیو ماتو یو څه اندازه رواني بېلانس جوړ او د امیدواري د بشپړې ضیاع مخه ونیوله.
هر څه چې وشول، ډېری افغانان وایي چې ښه وشول. خدای دې وکړي چې ښه شوي وي؛ خو دلته د تاریخي یاداشت لپاره یو څو نتیجه ګېریو ته اړتیا حتمي او اړینه ده.
لومړی: دا جګړه د ارزښتونو، اسلام او کفر، خپلواکۍ او نه خپلواکۍ جګړه نه وه.
دوهم: خبره د پاکستان، امریکا او افغانستان ترمنځ وه، یواځېنی جهت چې هیڅه یې لا له لاسه نه دي ورکړي، پاکستان دی.
درېیم: د کرزي او ملا برادر حیثیت یو شو. هماغسې لکه کرزی چې له کویټې اروزګان او له اروزګانه د امریکایانو په حفاظت کې کابل ته راوستل شو، ملا برادر هم له فقسه تر قصره تر امریکایي اشراف لاندې ورسول شو. مانا دا چې د ګوډاګیتوب خبره هم یوه او یو رنګه شوه.
څلورم: د پاکستان او نورو خلاف د افغانستان د خاورې د نه کارېدلو خبره وختي فیصله شوه چې اصلا کارېدلې هم نه وه؛ خو د افغانستان خلاف د هیچا د خاورې د نه کارېدلو خبره لا نه ده شوې چې حیرانوونکې ده.
پنځم: هیڅ واضحه نشوه چې له پاکستان سره څه وشول؟ له پاکستان سره څه وخت سوله وشوه؟ که سوله نه وي شوې، نو مانا آیا د جګړې په څلورو محورونو کې، چې پاکستان، طالب، افغان حکومت او امریکا دي، یو جهت، چې پاکستان دی، بېخي له پامه غورځېدلی دی؟ که معامله شوې وي، د بین الافغاني مذاکراتو لپاه دومره لوی لوی ضمانتونه وکارېدل، پر استازو دومره بحثونه وشول، له پاکستان سره د پټې او یا ښکاره معاملې لپاره کومه پروسه وکارېده؟ کوم ضمانتونه ترلاسه شول؟
شپږم: واضحه نشوه چې د ترهګرۍ نړیواله جګړه څه وخت یو دم او یو ناڅاپه کورنۍ جګړه شوه؟ په داسې حال کې چې په افغانستان کې له ایغورو، تر لشکر طیبه، د اوزبکستان تر جهادیانو، تر بنګالیانو او عربو ټول لا په افغان وژنه بوخت دي، دا جګړه څنګه یو دم له نړیوال توبه بین الافغانيتوب ته را ښکته شوه؟
اووم: له پاکستانه هیچا ونه پوښتل چې که په افغانستان کې سوله کېږي نو د ډېورنډ کرښې ته څېرمه ډله ډله طالبان ولې پنډېږي، چاغېږي، مسلح کېږي، او مذهبي افراطیت ته په بې سابقه او خطرناک شکل هوا ولې، د چا او کومې جګړې لپاره ور کول کېږي.
اتم: سوله به وشي؛ که د لسو ورځو لپاره هم وشي، د ورځې سل کسه وژغورل شي؛ نو د لسو ورځو به لږ تر لږه زر افغانان ژغورل شوي او زر کورنۍ له بې سرپرستۍ ساتل شوي وي. همدومره هم بس ده،؛ خو دې ته باید له لویه سره چمتو و اوسو چې ژوند ښایي وګټو، خو ښایي آبرو نه طالب او نه هغه نظام ته ور پاتې شي چې مشروعیت یې د نورو د ګټو لپاره په ځمکه ویشتل شوی دی.
اتم: د توطیې د یوې عامیانه تیورۍ لپاره ټول خام توکي په لاس راغلي، چې داسې خوله په خوله کېږي:
"تاسې په تاریخ کې داسې لیدلي، چې یو څوک دې خپل دښمن په خپله، لکه د فارمي چرګ له فقسه را وباسي، په زندان کې نشه ساتل شوی، په ځان ناخبره سړی دې بار کړي، په خپل بېس کې دې دفتر او په دفتر کې دې حمام او بستر ورته جوړ کړي، د ږیرو له شامپوګانو، د غاښونو تر برسونو، د سپینو جامو او بیرغ تر تیکې، تر ښوراوو هر څه دي له بازاره ورته را ونیسي، ترجمانان دې هم ورته ونیسي، تبلیغچیان دې هم ورته ونیسي، ژورنالېستانو ته دې د ورتګ لپاره ټیکټونه هم وکړي، مشروعیت دې هم ورکړي، د هېواد مشروع نظام دې ورته بدنام هم کړي، او بیا دې یې د ځان په مقابل کې ودروي، ورته ودې وایي چې مننه، موږ ته مو ماتې راکړي. ماشاءالله، ډېر تکړه یاست، وا وا."